ایکنانیوز د عربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د تلې یا میزان د میاشتې ۱۵،چې د اکتوبر له ۷ سره مطابقت لري، د «طوفانالاقصی» عملیاتو دویمه کلیزه وه چې د فلسطین مقاومتي ځواکونو له خوا د نیواکګرو وحشی صهیونیسټانو په ضد د ۲۰۲۳ اکتوبر ۷ په ورځ ترسره شول او دا عملیات په سیمې او نړۍ کې یوه لویه پيښه وه.
په دې ورځ کې، لیکوالانو، څېړونکو، رسانه ئي کارکوونکو، رسنئ متخصصانو او فعالانو، د دغو عملیاتو ویډیو کلیپونه او همدارنګه د مقاومت د شهیدشوو مشرانو انځورونه شریک کړل.
د «طوفانالاقصی» په نامې سره هشټګ د دې عملیاتو په درناوي کې په ایکس ټولنیز چینل کې په زرګونو پوسټونو سره، په سر کې ځای ونیؤ.
ځینو نورو هم په عربي کې په دغو عملیاتو کې، په لوېدیځي هېوادونو کې له غزې سره د همغږۍ په دوامدارو مظاهرو سره، تمرکز وکړ.
د ټولنیزو رسنیو د ځینو کاروونکو نظرونه
*حقیقت هیڅکله د شمېر، قوت یا احصایو له لارې نشی ګټل کیدلی. بلکې خلک ئې په لاره کې کوشش او جهاد کوي، او الله دوی ته د بریا یا شهادت له لارې عزت ورکوي...
د اکتوبر په اومه نیټه #طوفان_الاقصی پیل_نه_دی، بلکې_پای_دی!
*#طوفان_الاقصی د صبر په مقاومت بدلول،درد په غصې او ایمان...
*#طوفان_الاقصی د هغه ولس لپاره نفسي ملاتړ دی چې دروند پيټی ئې پر غاړه دی او غواړي چې ناکامئ په نصیب شي. الله دې پر شهيدانو رحمت ووروي.
له ۱۹۴۸ څخه، هیچا د فلسطين هېواد له طوفانالاقصی عملیاتو څخه مخکې په رسمیتونه پيژند. طوفانالاقصی هېوادونه اړ کړل چې د هير شوې فلسطين مسلې ته پام وکړي، داسې واقعیت چې باید ترسره شي.
په دې ورځ کې، د اکتوبر په ۷ ، د طوفانالاقصی حماسه پیل شوه او عربي او اسلامي ولس ته ئې بیرته ویاړ او عزت ډالئ کړ.
*اکتوبر ۷مه، زمونږ ولولناک تاریخ، هیڅکله نه هېرېږي
*اکتوبر ۷مه، داسې غوره ورځ وه چې د تاریخ لمر پرې طلوع کړی دی
https://iqna.ir/fa/news/4309325